کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو عدلیې وزارت اعلان کړی، چې له حـ ـماس سره د موافقې له مخې د ۷۳۷ فلسطینی بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه وکړه.
دغې وزارت په یوه اعلامیه کې چې په خپله ویبپاڼه کې یې خپره کړې ویلی، د زندانونو ادارې تر څار لاندې د یادو بندیانو خوشې کېدل تایید شوی دی.
د دې پرېکړې پر بنسټ، چې د اسراییلی کابینې له اوږدو بحثونو وروسته تایید شوه، تمه کیږی بندیان به سبا د یکشنبې ورځ په سیمه ییز وخت له غرمې مخکې خوشې شی.
د خوشې کېدونکو کسانو په نوملړ کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دی، چې ډېری یې د فلسطینی ادارې د فتح ګوند اړوند کسان دی.
د اسراییلو او حـ ـماس تر منځ د دې موافقې له مخې اوربند به د یکشنبې په ورځ د سیمهییز وخت د غرمې په ۱۲:۱۵ دقیقو نافذ شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ