معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پر کونړ سیند د بند جوړېدو هوکړه نږدې شوې

پر کونړ سیند د بند جوړېدو هوکړه نږدې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د اوبو او برېښنا وزیر ملا عـ ـبدالطـ ـیف مـ ـنصور یوې خصوصي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، پر کونړ سیند بند جوړېدو ته کلک هوډ لري او د جوړېدو هوکړه یې هم نږدې شوې ده.

نوموړي د زیاتو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، یوه بهرني شرکت سره هوکړې ته نږدې شوي، چې له مخې به یې نږدې راتلونکې کې ور سره قرارداد لاسلیک کړي.

د اوبو او برېښنا وزیر د معلوماتو له مخې پر کونړ سیند د جوړېدونکي بند تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او له هوکړې وروسته به یې عملي چارې پيل شي.

نوموړي د تېرو حکومتونو له لوري د اوبو مدیریت ته نه پاملرنه، جګړه او نورې ناخوالې هغه لاملونه یاد کړي، چې د افغانستان اوبیزو سرچینو څخه د سمې استفادې پر وړاندې خنډ شوي.

د یادونې وړ ده، چې د اوسني حکومت په راتګ سره د هېواد اوبو مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو ذخیرو پیاوړتیا ته پاملرنه زیاته شوې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس