کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلی، چې د سالنګ لویه لاره نن سهار ۸ بجې د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
نوموړی له مسافرو او موټر چلوونکو څخه غوښتی، چې د یادې لارې څخه د تېرېدو پر مهال ژمنی توکی او تجهیزات له ځان سره ولری، څو له احتمالی خطرونو څخه پرې ځان مصوون کړی.
د سالنګ لویه لاره د ژمنی سختو حالاتو له امله په وروستیو ورځو کې د تګ – راتګ پرمخ تړل شوې وه، خو اوس د ټولګټو چارو وزارت د لارې د خلاصېدو او د مسافرو اسانتیا لپاره د لازمو اقداماتو د اخیستو ډاډ ورکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ