کندوز کې د ماشومانو د موسمی ناروغیو کچه لوړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندوز کې د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلی، چې په دغه ولایت کې د ماشومانو ترمنځ د موسمی ناروغیو کچه لوړه شوې ده.

د چارواکو په وینا، هره ورځ له ۱۲۰ څخه ډېر ماشومان، چې په تنفسی ناروغیو او سینه وبغل اخته دی، د کندوز سیمه‌ ییز روغتون ته مراجعه کوی.

د روغتیایی معلوماتو له مخې، تېره میاشت کې له ۵۰۰۰ څخه زیات ماشومان د تنفسی ناروغیو، سینه وبغل، اسهال او خوارځواکۍ له امله دې روغتون ته راوړل شوی دی.

د عامې روغتیا ریاست له خلکو غوښتنه کړې، چې د ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره د ژمنیو ناروغیو مخنیوی تدابیر ونیسی او د ناروغۍ په صورت کې خپل ماشومان په وخت درملنې ته ورسوی.

چارواکی همداراز د روغتیایی خدماتو د پراختیا او اړینو درملو د برابرولو لپاره له نړیوالو مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.