کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالی کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلی.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې دواړو لوریو بېړنیو ناروغانو لپاره د وېزې پر صدور، د روغتیایی کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د ماشوم او مور د روغتیایی خدمتونو ښه والی او د ترکیې په ملاتړ د افغانستان په روغتونونو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړی.
همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیایی برخه کې د پخوانیو هوکړه لیکونو د بیاکتنې پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا په برخه کې له ترکیې سره دوه اړخیزې همکارۍ ضروری ګڼلی او د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې ترې کړې ده.
د ترکیې سفیر هم په دې برخه کې د ملاتړ ژمنه کړې ده.
دغه ناسته د افغانستان او ترکیې ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کیږی، چې وبه کولی شی پر پاکستانی روغتونونو د افغانانو اتکاء د پام وړ تر بریده راکمه کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ