معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر کال له ایران او پاکستانه درې میلیونه ۵۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

تېر کال له ایران او پاکستانه درې میلیونه ۵۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې له ایران او پاکستانه درې میلیونه ۵۰۰ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

راپور کې راغلي، چې افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو شمېر څه باندې درې میلیونه ۵ سوه زره و، په داسې حال کې چې په ورته موده کې له هېواده ایران او پاکستان ته د تللو افغانانو شمېر څه باندې ۲ میلیونه او ۴ سوه زره ثبت شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، دا شمېرې ښيي چې د کډوالۍ بهیر لا هم دوام لري او اړوندې ادارې باید د راستنو شویو کډوالو لپاره د ملاتړ او خدماتو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس