کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس، ډاکټر عبدالباري عمر او د چک جمهوریت د برېښنا تجهیزاتو تولید او عصري سیسټمونو جوړولو شرکت مسوول ډیویډ ویټیک د برېښنا تولید په برخه کې د پانګونې ګډ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د برېښنا شرکت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې هوکړه لیک له مخې به د چک هېواد په افغانستان کې د برېښنا په تولید کې پانګونه وکړي.
د هوکړه لیک له مخې به نه یوازې د برېښنا تولید بلکې د تخنیکي برخو کې د پرمختګ او پانګونې لپاره هم کار کیږي، څو د افغانستان د انرژۍ سکتور لا پرمختګ وکړي او د خلکو اړتیاوې په غوره توګه پوره شي.
د مسوولینو په وینا دا هوکړه لیک د افغانستان لپاره د انرژۍ په برخه کې د نړیوالو همکاریو د پراختیا او د داخلي انرژۍ تولید د پیاوړتیا په لور مهم ګام دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/