معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان بانک رییس د افغانۍ ارزښت ساتنې په اړه د صرافانو ټولنې سره خبرې کړي

د افغانستان بانک رییس د افغانۍ ارزښت ساتنې په اړه د صرافانو ټولنې سره خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک رییس د صرافانو ټولنې له استازو سره په یوه کتنه کې د افغانۍ ارزښت ساتنې، احتکار او د اسعارو د قاچاق مخنیوي په اړه خبرې کړي.

د افغانستان بانک د خبر له مخې، د دې کتنې پر مهال د افغانستان بانک رییس احمد اغا ویلي، د بیو او اسعارو د تبادلې نرخونو کې بدلونونه یوازې افغانستان کې نه؛ بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې هم رامنځته کیږي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د افغانۍ وروستي نوسانونه اقتصادي اړخ نه لري او د اندېښنې وړ نه ده.

همداراز هغه د افغانۍ د ثبات لپاره د مرکز او ولایتونو په کچه د لیلام پروسې له لارې د اسعارو وړاندې کولو، د اسعارو مبادلې ښه تنظیم لپاره د ځانګړي بازار رامنځته کولو په اړه د افغانستان بانک اقدامات هم صرافانو ته تشریح کړي دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس