کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۹ مه نېټه)
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د بلاروس د ټاکنو مرکزی کمیسیون اعلان کړی چې الکساندر لوکاشینکو د ۸۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره بریا خپله کړې او په دې توګه یې د خپلې ۳۱ کلنې واکمنۍ موده نوره هم وغځوله. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د دې بریا په مناسبت لوکاشینکو ته مبارکی ویلې، خو د لویدیځ ډېری رسنۍ او سیاسی څارونکی دغو ټاکنو ته د مشروعیت په سترګه نه ګوری.
ایګور کارپنکو، چې د بلاروس د ټاکنو د مرکزی کمیسیون مشری کوی، د دوشنبې په سهار په یوې خبری غونډه کې وویل چې لوکاشینکو د ۸۶.۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشر په توګه بیا ټاکل شوی دی.
بلخوا د اروپایی اتحادیې او امریکا دغه ټاکنې “نامشروع” بللې او ویلې یې دی چې دا پروسه نه آزادانه وه او نه عادلانه.
همدا راز د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر، رادوسلاو سیکورسکی، په طنز سره ویلی چې د لوکاشینکو لپاره حیرانوونکی دی چې یوازې ۸۷.۶ سلنه خلکو د هغه ملاتړ کړی دی. هغه په خپل پوسټ کې پوښتنه کړې: “ایا پاتې خلک به په زندانونو کې ځایېدلای شی؟”
په همدې حال کې، نړیوالې رسنۍ راپور ورکوی چې لوکاشینکو د پایلو د اعلان وروسته په یوه اوږده خبری کنفرانس کې د اعتراضونو او انتقادونو په وړاندې بېپروا پاتې شو او ویې ویل چې د لویدیځ نظر ورته هېڅ ارزښت نه لری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ