کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبرله مخې په کابل کې د دینی عالمانو یوه باارزښته غونډه ترسره شوه چې هدف یې د ټولو افغانانو لپاره د یووالی او ټولشموله حکومت جوړول او همدارنګه د نجونو لپاره د زدهکړو حق ترلاسه کول و.
په یاده غونډه کې چې ګڼ شمېر علما را ټول شوی و عبدالقادر قانت د اسلامی او جهادی ارزښتونو د ملاتړ شورا مشر وویل چې ښځو ته باید په هره برخه کې زده کړه ورکړل شی.
همدا راز عبدالعزیز شجاع او عبدالفتاح فایق هم د اسلامی حکومت د جوړولو او د تعصب پر وړاندې مبارزې یادونه وکړه.
په یاده غونډه کې یو شمېر ښځو هم برخه اخیستې وه چې د خپلو زدهکړو حق غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامی امارت قوانینو ته پابند پاتې شی.
په پای کې، د اسلامی او جهادی ارزښتونو شورا د عدالت، ټولشموله حکومت او د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ