معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او سعودي چارواکو د افغان حاجیانو لپاره د سهمیې پر ډېرښت خبرې کړي

افغان او سعودي چارواکو د افغان حاجیانو لپاره د سهمیې پر ډېرښت خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د سعودي سفیر سره د حج پروسې او اوقافي ځمکو په اړه خبرې کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره د حج پروسې د اسانتیاوو، د افغان حاجیانو لپاره د سهمیې زیاتېدو او د اوقافي ځمکو لپاره د بدیل زمینې برابرولو په اړه بحث کړی دی.

د سعودي سفیر فیصل بن طلق البقمي د افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پیاوړتیا لپاره خپله ژمنتیا ښودلې ده.

دواړه لوري د حج پروسې د لا ښه والي او افغان حاجیانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې همکارۍ ته رسېدلي دي.

همداراز د اوقافي ځمکو لپاره د مناسب بدیل پیدا کولو په اړه هم دوی خبرې کړې دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس