معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / امریکا او اسراییل؛د غزې تړانګې د بشپړ خالي کولو لپاره ګډې هڅې!

امریکا او اسراییل؛د غزې تړانګې د بشپړ خالي کولو لپاره ګډې هڅې!

پدې وروستیو کې په پرله پسې ډول نړیوالې رسنۍ داسې راپورونه خپروي چې ګواکې د امریکا د متحده ایالتونو نوی ولسمشر ډونالد ټرامپ چې په خپلو ناببره پرېکړو او عجیب او غریبو تصمیمونو مشهور دی، غواړي د فلسطیني مبارزینو او اسراییلو تر منځ د اوربند او زندانیانو د تبادلې په اړه تر هوکړې وروسته، د فلسطین د نیول شویو ځمکو او په تېره بیا د غزې تړانګې اوسیدونکي له خپلو پلرنیو مېنو کډوال او د نړۍ په ځینو نورو سیمو یې هستوګن کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرامپ پدې تړاو د اردن له پاچا ملک‌ عبدالله سره خبرې کړي او له هغه سره یې په نورو هېوادو کې‎‎ د غزې تر یو میلیون زیاتو کډوالو ته د کورونو جوړولو او د هغوی د ځای پر ځای کولو احتمالي طرحې په اړه خبرې کړې دي.همدارنګه بایډن زیاته کړې چې د دې اونۍ په پیل کې یې د (یکشنبې په ورځ) د مصر له جمهور رییس عبدالفتاح السیسي سره هم په همدې تړاو خبرې اترې کړې دي.

د امریکا نوي ولسمشر ټرامپ‌ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې غزه یوه “ویجاړه شوې سیمه” ده او زیاته یې کړه چې دی لېوال دی تر څو د سیمې عربي هېوادونه فلسطیني بې‌ځایه شویو ته د ژوند او اوسېدو ځای ورکړي.

دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بشري حقونو مدافع ځینو ډلو او مرستندویه بنسټونه له څو میاشتو راهیسې د غزې د وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه، ځکه جګړې د غزې تراړې نږدې ټول وګړي بې‌ځایه او د لوږې او سختې بېوزلۍ له کړکېچ سره مخامخ کړي‌ دي.

په همدې ترڅ کې د اسراییلو د ټلویزیون ۱۲مې شبکې یو بل اعلان هم کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ غواړي کم تر کم یولک تنه فلسطیني وګړي د البانیا اروپايي هېواد ته ولېږدوي او هلته یې مېشت کړي. د امریکایي ولسمشر دا پرېکړه وروسته تر هغې مخې ته راغلې ده چې د مصر او اردن حکومتونو خپلو هېوادو ته د زیات شمیر فلسطیني وګړو د لېږدولو له پروګرام سره مخالفت څرګند کړی دی.

بل اړخ ته د فلسطین په ګاونډ کې د اردن او مصر د حکومتونو د مخالفت تر څنګ په خپله د فلسطیني مبارزینو بېلابېلې ډلې هم د امریکایي ولسمشر له دغه طرحې سره په کلکه مخالفې دي، حماس او جهاد الاسلامي چې په غزه کې د اقصی توفان عملیاتو بنسټګر وو، له خپلو پلرنیو مېنو د مظلومو فلسطینیانو له کوچولو سره په کلکه مخالفت څرګند کړی او ټېنګار یې کړی چې فلسطیني بې ځایه شوي باید بېرته په خپلو مېنو کې ځای پر ځای شي.

همدارنګه د ګڼو عربي او اسلامي هېوادو تر څنګ د ملګرو ملتو سازمان هم غوښتنه کړې تر څو فلسطیني بې ځایه شوي وګړي دې بل هر هېواد ته د لېږدولو پر ځای بېرته په خپلو مېنو او پلرني ټاټوبي کې ځای پر ځای شي او د اسراییلو او حماس تر منځ د سولې او اوربند د تړون له مخې دې نړیواله ادارې د دوی د ړنګو شویو کورونو په بیا ودانولو کې ورسره مرسته وکړي.

لکه چې د رسنیو له راپورونو ښکاري دا یوازې د امریکا د نوي ولسمشر ټرامپ طرحه ده چې دمګړۍ یوازې د اسراییلو اشغالګر او نیواکګر رژیم له هغې هرکلی کړی خو په ورته وخت کې ځیني شنونکي بیا شک لري چې دا به په اصل کې د اسراییلو د اشغالګر رژیم طرحه او غوښتنه وي چې غواړي د ټرامپ په خوښه او ملاتړ یې تطبیق او پلې کړي.

د اردن د سیند له لویدیځې غاړې او غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو په زور یا په رضا شړل د لوی اسراییل هغه خوبونه رښتیا کوي چې د تل ابیب اشغالګر او نیواکګر رژیم یې له اوږدې مودې راپدیخواه ګوري او دا کار په طبیعي ډول په نیول شوي فلسطین او په تېره بیا په غزه کې د دې ځای د اصلي اوسیدونکو (فلسطینیانو) د نفوس د کمښت او هلته د یهودیانو مېشت کېدو ته ښه لار هوارولای شي.

یوازې دا خبره هم شاید نه وي چې اسراییل د امریکا په مرسته د غزې په تړانګه کې نور یهودیان مېشت کړي، بلکې د امریکا متحده ایالات او ورسره د غاصبو اسراییلو یرغلګر رژیم د دې طرحې له عملي کولو څخه په لنډ مهال کې دا موخه هم ترلاسه کول غواړي تر څو په نیول شوي فلسطین په تېره بیا د اردن سیند په لویدیځه غاړه او د غزې په تراړه کې د اسراییلو پر خلاف د هر ډول مقاومت او ولاړیدنې فرصتونه له خلکو واخلي او پرینږدي چې خلک د اسراییلو د هرې ورځې نادودو او یرغلونو سره مبارزه وکړي.

طبیعي ده چې تل ابیب او واشنګتن، دا کارونه هرڅه د یوه منظم پلان او یوه طرحه شوي پلان له مخې کوي او کېدای شي خپل دا پلان یوه ورځ له نورو لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې سره عملي هم کړي، هماغسې لکه د فلسطین په نیول شویو ځمکو کې یې چې د اسراییل په نامه یو یهودي حکومت جوړ کړ. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس