ایرانی چارواکو بې‌ اسناده بهرنی اتباعو ته د لمریز کال تر پایه د وتلو ضرب الاجل ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران پوله‌ ساتو ځواکونو قوماندان یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې بې‌ اسناده بهرنی اتباع دې د ۱۴۰۳ کال تر پایه له دغه هېواده ووځی.

د ایران د پوله‌ ساتو ځواکونو قوماندان احمد علی ګودرزی په یوې خبری ناسته کې ټینګار کړی، چې د روان کال تر پایه د بې اسناده کډوالو د شړلو پالیسی د اجنډا په سر کې ده.

نوموړی ویلی، چې دا خلک له ډېر وخت راهیسې د دغه هېواد له اسانتیاوو ګټه اخلی، خو اوس یې وخت دی چې له هېواده یې ووځی.

تېره اونۍ ایرانی ساتونکو یو افغان چې د اورېدلو ستونزه یې لرله راڅملولی، یوه یې لاسونه او پښې نیولی او بل ورته پر غاړه ګونډه وهلې ده، چې دې ویډیو په خواله رسنیو کې د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونه را پارولی وو.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.