کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد وزارت مسلکی معین عبداللطیف نظری ویلی، د ځینو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د بهرنیو سیاستونو بدلون نه شی کولای، د افغان حکومت اقتصادی چارې ټکنۍ او یا له ځنډ سره مخ کړی.
د نوموړی په وینا د افغانستان اقتصاد په عادی حالت کې دی او د صادراتو ترڅنګ د وارداتو بهیر پرته له کومې ستونزې جریان لری.
د اقتصاد وزارت مسلکی معین ویلی، د اسعارو وروستی بدلونونه او د دولتی کارمندانو د معاشونو ځنډېدل عادی موضوع ده او د اندېښنې وړ نه ده.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګنې د بهرنیو مرستو ځنډېدو له امله د دولتی کارمندانو معاشونه ځنډېدلی او د افغانیو په ارزښت یې هم منفی اغېز کړی دی، خو چارواکی بیا دغه ادعاوې رد کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ