معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سوریې د نوي دولت مشر سعودي عربستان ته سفر وکړ

د سوریې د نوي دولت مشر سعودي عربستان ته سفر وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د سوریې نوي دولت مشر احمد الشرع الجولاني نن یکشنبه سعودي عربستان ته سفر وکړ.

یاد آژانس د خپلو سرچینو په حواله زیاته کړې، دا بهر ته د الجولاني لومړنی رسمي سفر و.

تر دې وړاندې د جنوري په ۲۴مه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر دمشق ته د سفر پر مهال له احمدالشرع سره د کتنې په ترڅ کې ویلي وو، چې عربستان پر دمشق د بندیزونو د لرې کېدو په برخه کې له امریکا او اروپایي هېوادونو سره په خبرو بوخت دی.

یاده دې وي، چې سوریه کې د بشرالاسد رژیم له سقوط وروسته تېره اونۍ احمد الشرع الجولاني د انتقالي دولت د مشر په توګه وټاکل شو.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس