کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د صنعتي پارکونو جوړولو په موخه ۲۰ زره جریبه ځمکه تثبیت، تعین او انتقال چارې یې بشپړې شوې.
د دوی په وینا د مشرتابه د حکم پر اساس دغه ځمکه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوې او اړوند ټول اسناد یې چمتو او تایید شوي دي.
د مسوولینو په خبره یاده ځمکه کې به صنعتي پارکونه جوړ شي، چې د صنعتکارانو ستونزې به حل، پانګوالو ته به زمینه برابره او د هېواد پر اقتصاد به مثبت اغېز وکړي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د یاد اقدام هرکلی کړی او دا یې د هېواد د پرمختګ لپاره مهم ګام بللی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/