کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اغاخان پراختیايي شبکې اعلان کړی، چې د اسماعلیه وو مذهبي مشر او د لویې شتمنۍ خاوند کریم اغا خان د پرتګال په پلازمېنه لېزبون کې د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
اغا خان د اسماعلیهو ۴۹ مؤرثي امام و او د خپلو پراختیايي فعالیتونو او د اسونو د سیالیو له امله یې نړیوال شهرت درلود.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کریم اغا خان مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده.
نوموړي پر خپل اېکس لیکلي، افغانان به د هېواد بیارغونې، د تاریخي ودانیو د مرمت او د کلتوري تاسیساتو د جوړولو په برخو کې د اغا خان ارزښتناک خدمتونه هېر نه کړي.
کریم اغا خان د خپلو پراختیايي شبکو له لارې د روغتیا، تعلیم او کلتوري میراث ساتنې په برخو کې ګڼې مرستې کړي، چې د افغانستان په ګډون یې د مختلفو هېوادونو کې د خلکو ژوند ته د بدلون ورکولو هڅه کوله.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/