د ټرانسپورټ وزارت له لوری جلال آباد کې د ټرانسپورتی نظم د تطبیق عملی چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې جلال‌ آباد ښار کې د ټرانسپورتی نظم ټینګښت او د رېکشو د تنظیم لپاره د ټرانسپورت وزارت له لوری نوې طرحه چمتو شوې، چې د تطبیق پیل یې د یوې غونډې په ترڅ کې وشو.

په دې غونډه کې د ټرانسپورت وزارت لوړپوړو استازو، د لغمان د ټرانسپورت مسوولینو، د ننګرهار ملکی او نظامی ادارو استازو، ولسوالانو، د ښار ګذر وکیلانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د ټرانسپورت وزارت ارشد مشاور مولوی احمد جاوید فیضی وویل، چې دا پروژه د بابا رېکشارانی ترانسپورت شرکت ته سپارل شوې، چې د تطبیق ټولې چارې به پر مخ وړی.

د ده په وینا دا طرحه به د ښار په لویو لارو، واټونو او مزدحمو سیمو کې د ټرافیکی نظم رامنځته کولو ترڅنګ خلکو ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړی.

غونډه کې د ننګرهار واټ ټرانسپورت رییس مولوی ذبیح‌الله مجاهد هیله وښوده، چې د جلال‌ آباد لپاره چمتو شوې طرحه به د ټرافیکی نظم، د ریکشو د تنظیم او خلکو ته د ښه ټرانسپورتی خدماتو د برابرولو لپاره مهمه ثابته شی.

مسوولینو ټینګار وکړ، چې د جلال‌ آباد ښار د ټرانسپورتی وضعیت ښه والی ته جدی اړتیا وه او د دې طرحې تطبیق به د ترافیکی نظم، د خلکو خوندیتوب او د ښار ښکلا ته مثبت بدلون ورکړی.

دا طرحه د هېواد په کچه په لومړی ځل جلال آباد کې پیل شوه، چې د مسوولینو په وینا وروسته به نورو ولایاتو ته هم وغځول شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.