معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / مجاهد: حکومت د افغان رسنیو لپاره د بهرنیو مرستو د جلبولو هڅې کوي

مجاهد: حکومت د افغان رسنیو لپاره د بهرنیو مرستو د جلبولو هڅې کوي

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۱۵مه او د مارچ ۶مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد وايي، چې هڅې روانې دي څو د افغانستان رسنیو لپاره د بهرنیو هېوادونو مرستې جلب کړي.
نوموړي دغه څرګندونې شنبه (د کب په ۱۴مه) په هلمند ولایت کې د باختر دولتي خبري اژانس سره په مرکې کړې دي.
هغه ټولو هغو رسنیو ته د بشپړې همکارۍ اوملاتړ ډاډ ورکړ، چې د مالي ملاتړ او اقتصادي ستونزو له امله یې فعالیتونه بند کړي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې په یاده برخه کې یې پراخې هڅې پیل کړي، څو یو شمېر هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې له رسنیو سره همکاري کوله د هغوی همکاري یو ځل بیا راجلب کړي.
د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي وویل چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د هېڅ خبریال پر وړاندې ستونزې نشته، په خبره یې د هرې رسنۍ خبریال کولای شي چې له چارواکو معلومات ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د مالي امکارناتو د نه شتون او نورو ستونزو له کبله شاوخوا ۴۰ سلنه رسنۍ بندې شوې او په سلګونه خبریالان بې دندو شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس