کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لبنان ولسمشر جوزف عون د نږدې دوه کلن موقت حکومت وروسته پرون د نواف سلام په مشرۍ نوی حکومت اعلان کړ.
دا حکومت ۲۴ وزیران لری او د سیاسی ګوندونو تر اوږدو مشورو وروسته جوړ شو.
د لبنان نوی لومړی وزیر نواف سلام ویلی، حکومت به یې اقتصادی اصلاحات راولی، څو هېواد د بیارغونې امکاناتو ته لاسرسی ومومی او له وروستی جنګ وروسته د پانګوالو د جلب زمینه برابره کړی.
نوی حکومت له سیاسی ګوندونو سره د دریو اونیو له مشورو وروسته اعلان شوی.
د شنونکو په باور د دې حکومت اصلی تمرکز به د اقتصادی وضعیت پر ښه والی، د پانګوالو جلب او د لبنان د داخلی سیاسی ثبات ټینګښت وی.
لبنانی ولس او نړیواله ټولنه د نوی حکومت د اقداماتو ته په تمه دی، څو معلومه شی چې آیا دا اداره کولای شی د هېواد اقتصادی او سیاسی ستونزو ته حللار ومومی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ