د سالنګ لویه لار د درنې واورې اورښت له امله بیا تړل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار د درنې واورې اورېدو له امله د تېرې شپې ۷ بجو راهیسې د هر ډول تګ‌ – راتګ لپاره تړل شوې.

د یاد وزارت ویاند اشرف حق شناس ویلی، دا لار به تر راتلونکې خبرتیا پورې بنده وی او له خلکو یې غوښتنه کړې، چې د سفر کولو څخه ډډه وکړی، څو د احتمالی خطرونو سره مخ نه شی.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د هوا پېژندنې ادارې د سالنګونو په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.

د سالنګ لویه لار د افغانستان د شمالی او جنوبی ولایتونو ترمنځ مهمه ترانزیټی لاره ده، چې د سختو ژمنیو شرایطو له امله یې د واورې اورښت وخت ناوخت د ترافیکو پر مخ بندوی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.