ایلان ماسک د امریکا غږ او آزادی راډیو د تړل کېدو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټېسلا او سپېس اېکس کمپنیو اجرایوی مشر او د امریکا د ولسمشر سلاکار ایلان ماسک ویلی، امریکا غږ او آزادی راډیو بې‌ ګټې دی او یوازې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کوی.

ماسک د خپلې ټولنیزې رسنۍ “اېکس” په یوه پیغام کې لیکلی، امریکا غږ او د آزادې اروپا – آزادی راډیو باید وتړل شی.

نوموړی ادعا کړې، چې اروپا اوس آزاده ده او دغه راډیو څوک نه اوری.

هغه د دې رسنیو چلوونکی افراطی کیڼ‌ اړخی لیونی بللی او ویلی یې دی، چې دوی هر کال د امریکا د مالیه ورکوونکو یو میلیارد ډالر ضایع کوی.

تر اوسه د امریکا غږ او آزادۍ راډیو چارواکو د ماسک د څرګندونو په اړه غبرګون نه‌ دی ښودلی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.