کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ح ـ ـماس جـ ـهادی غورځنګ ویاند ابو عبیده اعلان کړی، چې د اسراییلی اشغالګرو د پرلپسې سرغړونو له امله د اسراییلی بندیانو تبادله تر بلې خبرتیا ځنډول شوې ده.
ټاکل شوې وه چې د بندیانو بله تبادله راتلونکې شنبه ترسره شی، خو د تړون نه مراعات او د اسراییلو سرغړونې د دې پرېکړې لامل شوې دی.
ابو عبیده ویلی، حـ ـماس مشرتابه په تېرو دریو اونیو کې له تړون څخه د اسراییلو سرغړونې څارلی، چې غزې شمال ته د بې ځایه شویو فلسطینیانو بېرته ستنېدو ته خنډونه جوړول، د غزې په مختلفو سیمو کې یې هوایی بریدونه او ډزې کړی او د تړون له مخې یې په کافی اندازه بشری مرستو ته اجازه نه ورکوله.
د حـ ـماس جـ ـهادی غورځنګ ویاند زیاته کړې، چې مقاومت جـ ـهادی ډلو خپلې ټولې ژمنې پوره کړی، خو که اسراییل خپلو سرغړونو ته دوام ورکړی، د بندیانو تبادله به لا نوره هم وځنډیږی.
حماس پر اسراییلو غږ کړی، چې خپلې ژمنې پلی کړی او د تېرو اونیو حقونه بېرته فلسطینی ولس ته ورکړی، که نه د بندیانو تبادله به و نه شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ