کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پېښو سره د مبارزې ادارې رییس نورالدین ترابی د ګېټس بنسټ له مشاورې انا ماریا سره په کابل کې کتلی او د بشری مرستو، ناچاوده توکو د عامه پوهاوی او د طبیعی پېښو د مدیریت په برخو کې یې د همکارۍ پر پراخولو خبرې کړی.
په دې ناسته کې نورالدین ترابی د ګېټس بنسټ له تېرو مرستو مننه کړې او له دې بنسټه یې غوښتنه کړې، چې د افغانستان له اړمنو وګړو سره خپلو بشری مرستو ته دوام ورکړی.
هغه زیاته کړه چې د پېښو سره د مبارزې اداره هڅه کوی، چې د ناورینونو مخنیوی او مدیریت ته ځانګړې پاملرنه وکړی او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو دوام اړین دی.
په ورته مهال د ګېټس بنسټ مشاورې انا ماریا ویلی، یاد بنسټ به له پېښو سره د مبارزې ادارې سره خپلې مرستې او همکارۍ ته دوام ورکړی.
هغې همداراز پر نورو نړیوالو سازمانونو او خیریه بنسټونو هم غږ کړی، چې د افغانستان له اړوندو ادارو سره د بشری مرستو په برخه کې همکاری وکړی.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوې، چې افغانستان د طبیعی پېښو، وچکالۍ او د ناچاوده توکو د ګواښ له ستونزو سره مخ دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ