کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د پاکستانی استازی وروستی تورونه رد کړی او هغه یې له حقیقته لرې او بې بنسټه بللی.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی، د افغان حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د داعش او نورو وسلوالو ډلو پټنځایونه له منځه وړل شوی او له افغانستان څخه هېڅ ګاونډی هېواد ته ګواښ متوجې نه دی.
اعلامیه زیاتوی، ځینې هېوادونه باید د خپلو کورنیو ستونزو د پټولو لپاره د افغانستان نوم د ناسمو تبلیغاتو لپاره ونه کاروی؛ ځکه د ده په خبره افغانستان له داسې هڅو څخه نه متأثره کیږی او نه یې امنیت او پرمختګ زیانمنېدای شی.
د یادونې وړ ده، چې پاکستانی استازی په امنیت شورا کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لری، خو د افغان حکومت چارواکی تل دا ډول څرګندونې رد کړی او له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوی پر اساس د مثبتو اړیکو غوښتنه کړې.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ