کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر ولایتی چارواکو ویلی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوری د دغه ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې ۱۳ معیاری سوداګریز مارکېټونه جوړیږی.
د لوګر د کور او ښار جوړولو ریاست رییس مطیعالله ذاهد د پل علم په یوه غونډه کې ویلی، چې د مرکز پل علم، بره کی برک او څرخ ولسوالیو کې به یاد سوداګریز مارکېټونه جوړ شی.
نوموړی زیاته کړې، چې دا مارکېټونه د سوداګرۍ ودې، اقتصادی پراختیا او د کسبګرو د ملاتړ لپاره په اساسی توګه طرحه شوی او د عملی کارونو د پیل لپاره یې ټول تخنیکی چمتووالی نیول شوی دی.
چارواکی ټینګار کوی، چې د دې مارکېټونو جوړېدل به نه یوازې د محلی سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړی؛ بلکې د لوګر ولایت د اقتصادی وضعیت پر پیاوړتیا هم مثبت اغېز وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ