کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام آباد کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته توصیه کړې، چې د فیصل جومات شاوخوا دې نه ګرځی.
اسلام آباد کې د امریکا سفارت په خپله وېبپاڼه خپلو اتباعو ته د خبرداری په ډول ویلی، هلته امنیتی ګواښونه شته.
په اسلام آباد کې د متحدو ایالتونو سفارت تر بلې خبرتیا پورې خپل کارکوونکی دغه جومات شاوخوا ته له ورتګ څخه منع کړی دی.
د امریکا سفارت په داسې مهال دا خبرداری خپور کړی، چې څو ورځې وړاندې یوه کس د فیصل جومات مخې ته د پاکستانی طـ.ـالـ ـبانو تـ ـحریک بیرغ ښکاره کړی او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې امنیتی وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی او په پوځیانو یې ورځ تر بلې وسلوال بریدونه زیاتیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ