معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / احصایې ادارې مراجعینو ته د نوبت اخیستنې انلاین سېستم فعال کړ

احصایې ادارې مراجعینو ته د نوبت اخیستنې انلاین سېستم فعال کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې خپلو مراجعینو ته د خدمتونو وړاندې کولو کې د لا ډېرې اسانتیا په موخه د نوبت اخیستنې انلاین سېستم فعال کړی دی.

د یادې ادارې مسوولینو وایي، هېواد کې د نفوسو د احوال ثبتولو د یوازینۍ او معتبرې مرجع په توګه هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې زرګونو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي، چې ځینې مراجعین د تابعیت په پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او نورو اړوندو اسنادو کې د ستونزو د حل په موخه مرکزي ادارې ته مراجعه کوي.

مسوولین وایي، دوی تل هڅه کوي چې هېوادوالو ته چټک، پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي.

دا سېسټم د دې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د متخصصینو له لوري رامنځته شوی، چې په فعالېدو سره به یې د نوبت اخیستو برخه کې د مراجعینو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس