ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۱۸مه او د مارچ ۹مه نېټه ده) د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې په موخه ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد الله روحانی د یاد روغتون د پرانېستې پر مهال وویل، دې روغتون کې به د کرونا تشخیصه لابراتوار هم فعال کړی.
دی وایی: “دا چې نړۍ د کووېډ-۱۹ د نوې بڼې ‘اومېکرون’ له ګواښ سره مخ ده، نو اړ شو چې د کرونا پر ویروس د اخته ناروغانو د درملنې لپاره ۲۰ بستریز روغتون پرانیزو، ددې روغتون ټول پرسونل پوره دی.”
نوموړی وایی، دغه ولایت کې یې په درېیو ورځو کې د کرونا ۲۳۸ بېلګې اخیستی دی چې ۱۹ یې مثبت او ۱۴۷ منفی څرګند شوی دی.
ښاغلی روحانی وایی، دغه ولایت کې زیات شمېر نور کسان هم په کرونا ویروس اخته دی، خو د نمونو لپاره روغتون ته راځی.
د ترینکوټ د ولایتی روغتون رییس ډاکټر غلام حیدر حسامی وویل، په نږدی راتلونکو ورځو کې په یاد روغتون کې د اکسیجن د تولید ماشین هم فعال شی چې په اوسط ډول د ورځې له ۴۰ نیولی تر ۴۵ بالونو پورې به اکسیجن تولید کړی.
په ارزګان ولایت کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسوول ډاکټر معروف خېل وویل، له دې وړاندې د کرونا د وارډ د مسولینو د بې غورۍ له امله وتړل شو چې اوس بیا پرانېستل کېږی.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال دغه ولایت کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره نوی روغتون جوړیږی چې کارونه یې شااوخوا ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی.
گهیځ