کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار د سختې واورې اورښت او توپان له امله د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، دغه لار تېره شپه ۱۱ بجې د احتمالی مالی تلفاتو او ترافیکی پېښو د مخنیوی په موخه بنده شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت پرسونل هڅه کوی، څو د هوا له ښه کېدو سره سم لار بېرته د هر ډول وسایطو پر مخ پرانیزی.
د ټولګټو وزارت له هېوادوالو غوښتنه کړې، چې تر راتلونکې خبرتیا پورې دې د سالنګ پر لار له سفر کولو ډډه وکړی، څو له خطرونو خوندی پاتې شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ