د قطر امیر د ایران له مذهبی مشر سره لیدلی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال‌ثانی د یو پلاوی په مشرۍ ایران ته تللی دی او د دغه هېواد له مذهبی مشر ایت‌ الله خامنه‌ یی سره یې لیدلی دی.

د خبر پر بنسټ علی خامنه یی د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثانی سره په دې کتنه کې د ایران او قطر ترمنځ موافقو ته په اشارې سره ویلی، چې تهران کې رامنځته شوې موافقې باید د دواړو هېوادونو په ګټه وی او دواړه خواوې باید د پخوا په پرتله د خپلو ګاونډیو دندو د ترسره کولو توان ولری،

بل لور د قطر امیری محکمې په یوه بیان کې لیکلی، چې د دغه هېواد امیر او علی خامنه یی د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې – اترې کړی.

د قطر امیر په داسې حال کې ایران ته سفر کړی، چې له دې وړاندې هند ته په دوه ورځنی سفر تللی و.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.