افغانستان کې د ټاپی ګازو نل‌ لیکې کارونه چټک شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلی، چې افغانستان کې د ټاپی سترې اقتصادی پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دی.

د دې وزارت په اعلامیه کې راغلی، د مشرتابه د هڅو له امله هرات ولایت کې د سرحد‌ آباد سیمې د ګازو نل‌ لیکې جوړولو کار په چټکۍ سره دوام لری.

وزارت ټینګار کړی، چې نه یوازې هرات؛ بلکې د افغانستان له لارې د ټاپی نل‌ لیکې ټوله پروژه به د سمو او هدفمندو پلانونو پر بنسټ بشپړې شی.

ټاپی (TAPI) د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو نل‌ لیکې ستره سیمه‌ ییزه پروژه ده، چې د ترکمنستان له دولت‌ آباد ګازو ډکې حوزې پیلیږی او افغانستان کې د هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو څخه تر تېرېدو وروسته پاکستان ته او بیا د پاکستان له لارې د هند فاضیلکا ښار ته رسیږی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.