معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / تورخم لار پاکستاني لوري د شپې راهیسې تړلې

تورخم لار پاکستاني لوري د شپې راهیسې تړلې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴  نېټه)

دوهم تعقیب/ تورخم

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسار الحاج ملا عبدالجبار حکمت ویلي، تورخم لار تېره شپه لس بجې د پاکستاني مسوولینو له لوري د هر ډول تګ – راتګ پر مخ تړل شوې ده.

کمیسار د یادې لارې د تړلو لامل د نویو پوستو او تاسیساتو جوړول ښودلي. نوموړي زیاته کړې، کله چې هم افغان لوری د خپلې خاورې دننه د امنیتي پوستو پر جوړولو کار پیل کړي، پاکستانی لوری پرته له خبرداري لار تړي او ولس له ستونزو سره مخ کوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستانی لوری د تورخم لارې په تړلو سره خلکو ته سرخوږی جوړوي، تر دې وړاندې د بېلابېلو پلمو پر بنسټ پاکستان دغه لار تړلې او د دواړو غاړو پرتو خلکو ته یې ستونزې ولاړې کړې دي.

د مسوولینو په وینا هڅه کوي چې د ډیپلوماټیکو لارو دغې ستونزې ته هر څه ژر د پای ټکی کېږدي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس