د رییس الوزرا اقتصادی مرستیال د لوړپوړی پلاوی په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست‌الوزرا اقتصادی مرستیال مـ ـلا عـ ـبدالغنـ ـی بـ ـرادر د یو لوړپوړی حکومتی پلاوی په مشرۍ دوه ورځنی سفر باندې ازبکستان ته تللی.

په دې سفر کې له نوموړی سره د صنعت او سوداګرۍ، د کانونو او پټرولیم، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او د ټرانسپورت او هوایی چلند سرپرستو وزیرانو ترڅنګ د افغانستان مرکزی بانک رییس او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال ګډون لری.

د سرچینې په وینا د دغه سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سیاسی، اقتصادی او سوداګریزو اړیکو پراخول، د ګډو پروژو پیلول او افغانستان ته د ازبیک سوداګرو د پانګونې جذبول دی.

د مسوولینو په وینا دواړه لوری به د صادراتو او وارداتو زیاتوالی، د ټرانزیټ اسانتیاوو، د انرژۍ همکارۍ، زراعتی او معدنی پروژې او د دوه اړخیزو تجارتی تړونونو پیاوړتیا په اړه مفصل بحثونه وکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.