کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۵ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت اقتصادي مرستیال د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خوجه یوف سره کتنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.
د خبر پر بنسټ دغه کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا او په افغانستان کې د ازبکستاني پانګوالو پر پانګونې بحث کړی دی.
ازبکستاني لوري ویلي، تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د دواړو هېوادونو په ګډه پوله ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي، چې په کې د جلغوزیو او پنبې د پروسېس کارخونې، د بسته بندۍ او لوجستيک مرکزونه او د یو شمېر خوراکي توکو د تولید کارخونې جوړې شي.
همدا راز یې د سمنګان د سمنټو په تولیدي کارخونه او د نفتو او ګازو په را ایستنه کې د پانګونې په اړه هم خبرې کړې دي.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال تېره ورځ د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته سفر وکړ.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/