کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۵ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمری چې د سرپرست حکومت له لوړپوړی پلاوی سره ازبکستان ته سفر کړی، د دغه هېواد د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمناف سره کتنه کړې ده.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د بندرونو له لارې د نباتی قرنطین، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د څاڅکی اوبولګولو سېستم پراخولو او د ازبکستان د خصوصی سکتور پانګونې ته د زمینې برابرولو په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا بحث کړی دی.
د خبر پر بنسټ ازبکستانی لوری ژمنه کړې، چې د افغانستان د سربندونو، د اوبولګولو کانالونو او د اوبو سرچینو د ښه تنظیم په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ