کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۶ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حـ ـماس جـ ـهادی غـ ـورځنګ د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وروستۍ پرېکړې ته توند غبرګون ښودلی، چې له مخې یې د فلسطینی بندیانو خوشی کېدل ځنډولی دی.
حماس دا پرېکړه د اوربند د تړون د ګډوډولو هڅه او ښکاره سرغړونه بللې ده.
الجزیرې ټلوېزیون د حـ ـماس اعلامیه خپره کړې، چې په کې ویل شوی، نېواکګر اسراییل د فلسطینی بندیانو د خوشې کېدو ځنډول د شوې هوکړې څخه تېښته ده او دا یو قصدی عمل دی، چې د فلسطین د مقاومت اراده نه شی کمزورې کولی.
حماس د اسراییلی لوری هغه ادعاوې چې ګواکې د بندیانو د تبادلې پر مهال سپکاوی کیږی، بېبنسټه او له حقیقته لرې بللې ده.
اعلامیې زیاته کړې، دا ډول ناسمې ادعاوې یوازې کمزورې پلمې دی، چې د تړون له ژمنو تېښته په کې پټه ده.
حماس پر منځګړو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې پر اسراییل فشار راوړی، څو له هر ډول ځنډ پرته د اوربند له مخې فلسطینی بندیان خوشې کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د اوربند په لومړی پړاو کې حماس د ۷مې تبادلې پر مهال ۶ اسراییلی بندیان سره صلیب ته وسپارل، خو د نتانیاهو دفتر د شاوخوا ۶۰۰ فلسطینی بندیانو خوشی کول د بې بنسټه ادعاوو له امله تر نامعلوم وخت پورې وځنډول.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ