کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۷ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټول ګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلی، چې د سالنګ لویه لار د سخت توپان او پرلپسې واورو له امله د ترافیکو پر مخ بنده شوه.
نوموړی پر خپلې ایکس پاڼې لیکلی، دغه لار تېره شپه دوه بجې د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو لپاره موقتاً تړل شوې ده.
حق شناس زیاته کړې، چې د ټول ګټو چارو وزارت تخنیکی ټیمونه د لارې پاکولو لپاره هڅې کوی او که هوا ښه شی، لار به ژر د ترافیکو پر مخ پرانیستل شی.
دغه وزارت له خلکو غوښتی، چې د وضعیت تر عادی کېدو پورې دې له سفر کولو ډډه وکړی او رسمی خبرتیاوو ته دې پام وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ