ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۲۲مه او د مارچ ۱۴مه نېټه ده) د کندز ولایت د استخباراتو ریاست وایی، ۴ تنه یې د هغو واکسیناتورانو د قتل په تور نیولی چې دوه اونۍ وړاندې په دغه ولایت کې وژل شوی وو.
په خپره شوې ویډیو کې نیول شوی کسان وایی، د مبین مال خور په نوم یو کس له پنجشېره رهبری کول او دوی ته هر یوه ته یې ۳۰ افغانۍ ورکولې.
د کندز د استخباراتو رییس مولوی حبیب الله هارون وایی، د کندز ښار او شاوخوا سیمو کې یې د لا ښه امنیت په موخه ګزمې او چک پاینټونه ګمارلی دی.
دوه اونۍ وړاندې وسله والو په کندز ولایت کې اووه کسه واکسیناتوران ووژل ، چې د دوی له ډېلې ۴ښځینه او ۳ نارینه وو خو هارون زیاته کړه چې یادو کسانو د اسلامی امارت اړوند دوه کسان هم په ډزو وژلی وو.
گهیځ