ننګرهار کې د مور او ماشوم ۱۰ روغتیایی کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د مور او ماشوم ۱۰ روغتیایی کلینیکونه تر جوړېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت او سیمه‌ ییزو مسوولینو له لوری رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوی امین‌الله شریف ویلی، یاد کلینیکونه د UNFPA په مالی ملاتړ او د JACK ادارې په تخنیکی همکارۍ جوړ شوی، چې د هر کلینیک جوړولو لګښت ۴۶۰۰۰ امریکایی ډالره او ټولیز لګښت یې ۴۶۰ زره امریکایی ډالرو ته رسیږی.

دا کلینیکونه د کوز کونړ، نازیانو، دوربابا، اچین، خوګیانی او هسکې مېنې ولسوالیو کې جوړ شوی دی.

د نوموړی په وینا، د دې کلینیکونو له لارې به هر کال شاوخوا ۲۰ زره ۷۵۰ تنه وګړی روغتیایی خدمات ترلاسه کړی.

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو معین مولوی عبدالولی حقانی وویل، د دې مرکزونو له جوړېدو سره به د مور او ماشوم روغتیایی ستونزې کمې شی او هڅه پیل شوې، چې د ټول هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې یو – یو لوی روغتون چې ټولې طبی اسانتیاوې ولری، جوړ شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.