ګهیځ د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنې په ډېرې خواشینۍ خبر ترلاسه کړ چې په کابل کې پر خبریالانو د خونړیو بریدونو وروسته په خوست ولایت کې د بی بی سی ولایتی خبریال احمدشاه د نا معلومو وسله والو له خوا په شهادت ورسېد. (انالله و انا الیه راجعون)
ګهیځ ټولنه مرحوم ته فردوس جنت، د نوموړی کورنۍ او د افغانستان د رسنیز ډګر فعالانو ته جمیل صبر غواړی او له افغان حکومت په جدی توګه غوښتنه کوی چې د رسنیو او خبریالانو د امنیت لپاره جدی او بېړنی ګامونه پورته کړی. همدارنګه د جګړې له ښکیلو لوریو په کلکه غواړی تر څو د خبریالانو او رسنیزو فعالانو ژوند ته جدی پاملرنه وکړی.
گهیځ