کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان سرپرست سفیر په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلی آسیا له رییس محمد رضا بهرامی سره کتلی.
د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د وروستیو پرمختګونو، ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو او د دیپلوماتیکو او اقتصادی همکاریو د پیاوړتیا پر موضوعاتو بحث شوی دی.
د خبر پر بنسټ دواړو لوریو ټینګار کړی، چې باید د کډوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته شی، تجارتی فرصتونه پراخ او د سرحدی همکاریو لپاره ګډ کار وشی.
محمد رضا بهرامی ویلی، ایران د افغانستان د ثبات او پرمختګ ملاتړ ته ژمن دی او د افغان کډوالو د حقوقو خوندیتوب ته به دوام ورکړی.
بل لور د افغانستان سرپرست سفیر د ایران له مرستو مننه کړې او ویلی یې دی، چې افغان حکومت غواړی، د دواړو هېوادونو تاریخی اړیکې نورې هم پیاوړې کړی، څو اقتصادی ودې او سیمه ییز ثبات ته ګټه ورسیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ