کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکایی رسنیو راپور ورکړی، چې د کابل نړیوال هوایی ډګر د ۲۰۲۱ کال د خونړی برید په تور نیول شوی محمد شریف الله د امریکا ویرجینیا ایالت په محکمه کې محاکمه کیږی.
د راپور له مخې، که محکمه محمد شریف الله ته د تورونو ثبوت ومومی، ښایی هغه ته د عمر بند سزا ورکړی.
نوموړی د داعـ ش ډلې غړی بلل شوی، چې د تخلیې عملیاتو پر مهال یې د یو ځانمرګی برید له لارې ۱۳ امریکایی سرتیری او ګڼ شمېر افغانان له امله وژل شوی وو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په کانګرس کې ویلی، چې محمد شریف الله د پاکستان په مرسته نیول شوی او امریکا ته سپارل شوی دی.
بل لور د المرصاد په نوم یوې تحقیقاتی ادارې ویلی، چې محمد شریف الله د برید اصلی طراح نه دی، خو پاکستان د نوموړی په نیولو او امریکا ته په سپارلو خپل سیاسی امتیازات ترلاسه کولو هدف و.
په ورته مهال د افغان حکومت ویاند ذبـ ـیح الله مـ ـ ـجاهد ویلی، د پاکستان له خاورې د داعش غړو نیول دا ثابتوی، چې یاد هېواد لا هم د داعش مرکزونه او پټنځایونه لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ