کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې قزاقستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ د افغانستان او منځنۍ آسیا د هېوادونو د دایمی پرمختګ لپاره د یو سیمه ییز مرکز د جوړولو پرېکړه کړې.
د سرچینې په وینا، د یاد مرکز د جوړولو پرېکړه لیک د رایو په ډېرښت تصویب شوی او ټاکل شوې چې مرکز به د قزاقستان په الماتا ښار کې پرانیستل شی.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکایف ویلی، د افغانستان ثبات او سوکالی د منځنۍ آسیا پر امنیت او پرمختګ مستقیم اغېز لری.
د دې مرکز له جوړېدو څخه تمه کیږی، چې د اقتصادی همکاریو پراخولو ته زمینه برابره، د سیمې ثبات ته لاسرسی اسانه او د پرمختیایی پروژو همغږی پیاوړې کړی.
د دې مرکز جوړېدل کولی شی د افغانستان لپاره د بهرنیو فرصتونو دروازې پرانیزی، چې د بشری مرستو، زېربنایی پروژو او اقتصادی همکاریو په برخه کې به مهم رول ولوبوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ