کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران مذهبی مشر ایت الله علی خامنه یی له امریکا سره د هر ډول مذاکراتو احتمال رد کړی دی.
نوموړی ټینګار یې کړی، واشنګټن یوازې نوې غوښتنې مطرح کوی، چې په خبره یې ایران به یې هېڅکله ونه منی.
خامنه یی ایران ته د امریکا د ولسمشر ډانالډ ټرمپ تر لیک استولو یوه ورځ وروسته ویلی، ځینې حکومتونه او زورواکی شخصیتونه پر مذاکراتو ټینګار کوی، خو هدف یې د ستونزو حل نه دی؛ بلکې غواړی خپل نظرونه تحمیل کړی.
ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ ویلی وو، چې خامنه یی ته یې لیک استولی او تهران ته یې د نویو اټومی مذاکراتو بلنه ورکړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ