ننګرهار کې یو کاناډایی سیلانی اسلام دین قبول کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د ګرځندوی امر استاد عید محمد حنفی ویلی، دا ۳۷ کلن سیلانی چې پخوا یې نوم ADWARD ANDREAS و، د اسلام مبارک دین تر قبلولو وروسته پرې محمد اکبر نوم کېښودل شو.

محمد اکبر د کاناډا د Vancouver سیمې اوسېدونکی دی، چې د افغانستان مشهورو تاریخی او طبیعی سیمو څخه یې سیاحت کړی دی.

هغه ویلی، د افغانانو دینی عقیدې، میلمه‌ پالنې او اسلامی اخلاقو یې زړه ته لاره پیدا او اسلام دین ته د داخلېدو پرېکړه یې وکړه.

د ګرځندوی امر ویلی، دوی د سیلانیانو راتګ ته ښه راغلاست وایی، چې له دې لارې د افغانستان د خلکو واقعی انځور نړۍ ته ښکاره شی.

دې وروستیو کې څو نورو بهرنیو سیلانیانو هم افغانستان ته د سفر پر مهال بېلابېلو ولایاتو کې د اسلام مبارک دین قبول کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.