کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره په مسقط کې لیدلي، چې په ترڅ کې یې دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا هر اړخیزې خبرې کړي.
سرپرست وزیر د افغانستان امنیت، متوازنې نړیوالې اړیکې او د پانګونې فرصتونه د حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې او له عماني پانګوالو یې وغوښتل، چې له دې فرصتونو ګټه واخلي.
په ورته وخت کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ملاتړ ډاډ ورکړی او د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو هیله یې څرګنده کړې ده.
شنونکي باور لري، چې د افغانستان او عمان نږدیوالی کولای شي، د سیمه ییزو همکاریو لپاره یو نوی فصل پرانیزي او د دواړو هېوادونو اقتصادي ودې ته ګټه ورسوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/