کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلوڅو بېلتون پالې ډلې (BLA) د یوې اعلامیې په خپرولو سره پاکستانی حکومت ته خبرداری ورکړی، چې که په ۴۸ ساعتونو کې یې بلوڅ سیاسی بندیان، جبری ورک کسان او د ملی مقاومت فعالان خوشې نه کړل شی، نو یرغمل شوی امنیتی ځواکونه به ووژنی او نیول شوی اورګاډی به په اور وسوځوی.
د (BLA) د اعلامیې له مخې، دوی د منظمې پوځی ستراتیژۍ پر مټ د پاکستانی حکومت ځمکنی او هوایی ځواکونه له ۸ ساعته نښتې وروسته شاتګ ته اړ کړی دی.
په دې جګړه کې له ۳۰ ډېر پاکستانی پوځیان وژل شوی هم دی.
بلوڅ آزادۍ غوښتونکی غورځنګ د بلوچستان په بولان کې له یوه اورګاډی څخه ۲۱۴ تنه برمته کړی دی.
دا برمته شوی کسان له شاوخوا ۵۰۰ کسانو څخه چاڼ شوی، چې د بلوڅ وسلوالو په وینا ښځې، ماشومان او سپین ږیری مسافرین یې خوشې کړی او ۲۱۴ تنه پوځیان او استخباراتی غړی یې برمته کړی دی.
دوی پاکستانی ریاست ته د بندیانو د تبادلې لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی دی.
د (BLA) اعلامیه زیاتوی، دا د پاکستانی حکومت لپاره وروستۍ خبرداری دی، چې د پوځی عملیاتو د دوام په صورت کې به د یرغمل شویو کسانو ژوند له خطر سره مخ شی.
بل لور د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلی، بلوڅ وسلوالو ته به د دې عمل سخته سزا ورکړی.
راپورونه وایی، چې د بلوچستان بېلابېلو سیمو ته اضافی پاکستانی پوځونه او د درنو وسلو مهمات استول شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ