کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۲ مه نېټه)
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولی محسن ویلی، سږ کال په دې ولایت کې ۵۹ زره ۳۹۶ هکتاره ځمکه د غنمو کرلو لپاره ځانګړې شوې، چې له دې ځمکو څخه به ۱۷۵ زره ۳۹۰ متریک ټنه غنم ترلاسه شی.
محسن زیاته کړې، د کرنې ریاست د ۲۲ ولسوالیو له ۴۶ زره ۵۲۱ بزګرانو سره د همکارو موسسو په ملاتړ د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرو مرستې هم کړې، څو بزګران ښه حاصلات تر لاسه کړی.
د کرنې رییس زیاته کړې، موخه یې د بزګرانو لپاره غوره خدمات وړاندې کول دی، څو هغوی وکولای شی په خپلو کروندو کې د کېفیت او کمیت له پلوه ښه غنم تولید کړی.
نوموړی زیاته کړې، د تېرو ۱۱ میاشتو په اوږدو کې یې د ننګرهار اړوند ولسوالیو ۱۲۵ زره ۴۱۰ بزګرانو ته د غله جاتو، مېوه جاتو، سبزیجاتو، صنعتی او تیلی نباتاتو په برخو کې عامه پوهاوی ورکړی او دا چاره به د ترویج مامورینو او مسلکی کارکوونکو له لوری دوام ومومی.
محسن همداراز ویلی، چې د ۱۴۴ زره افغانیو انکشافی بودیجې په مرسته یې ۹ ولسوالیو کې ۲۱ جریبه نمایشی قطعات جوړ کړی، څو بزګران وکولای شی عملی تجربې ترلاسه او د نویو کرنیزو طریقو زده کړه وکړی.
د کرنې او اقتصادی کارپوهانو په باور که د کرنې ریاست دغه هڅې دوام وکړی، نو ننګرهار به ډېر ژر د غنمو تولید له پلوه ځان بسیا، د بزګرانو اقتصادی وضعیت به ښه او دغه ولایت ته به د غنمو واردات کم شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ