د اقتصادی ودې په موخه هېواد کې د کان کیندنې ۳۶ پروژې منظور شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرستیال ویاند ملا حـ ـمدالله فطرت ویلی، د ریاست‌ الوزراء اقتصادی معاونیت په ۱۴۰۳ کال کې د کان‌ کیندنې ۳۶ پروژې منظورې کړې.

فطرت په خپلې اېکس پاڼې زیاته کړې، له منظور شویو پروژو څخه یې موخه د هېواد کانونو پراختیا او اقتصادی وده ده.

نوموړی زیاته کړې، له منظور شویو پروژو څخه یې ۲۵ پروژې د کوچنی مقیاس کانونو پورې تړاو لری، چې د تراورټین، مرمر، نفرایټ، چونې، سرب، جستو، بیوتیت‌ لرونکی ګرانیټ، سرپنټین، ګچ او نورو کانونو د استخراج لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې تصویب شوی دی.

فطرت همدا راز ویلی، ۱۱ سترې پروژې د سیمنټو، مالګې، ګازو، ډبرو سکرو، کرومایتو او مرمر ډبرو د استخراج په موخه هم منظورې شوی، چې له مهمو پروژو څخه یې د جوزجان یتیم تاق سیمنټو، د فاریاب او جوزجان د مالګې کانونه، د لوګر د التمور سیمنټو او د هرات کشک او تیرپل د ګازو حوزې دی.

د مرستیال ویاند په خبره دغه پروژې به د هېواد په اقتصادی پرمختګ او کاری فرصتونو په ډېرښت کې د پام وړ ښه والی راولی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.